نن د هېواد په ۲۰ ولایاتو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی ۴مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پولیو څخه د پاک افغانستان سازمان خبر ورکړی، چې نن دوشنبه د افغانستان په ۲۰ ولایاتو او د هرات په ځینو برخو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو.

د خبر پر بنسټ، دغه کمپاین چې ګوزڼ مخنیوی لپاره کیږی، اووه ورځې به دوام وکړی او په کې به تر پنځو کلونو کم‌ عمره لکونه ماشومان واکسین شی.

د پولیو د لمنځه وړلو کمېټې له ۳۷مې بېړنۍ ناستې وروسته د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلی، افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال پرمهال د چاپېریال ۴۶ مثبتې نمونې ثبت شوی، چې ډېرې یې په ننګرهار او کونړ کې وې، خو په دې وروستیو کې د چاپېریال مثبتې نمونې په کابل، زابل، کندهار او بلخ کې ولایتونو کې هم ثبت شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې له پاکستانه د افغان کورنیو په راستنېدو سره به د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.