د کونړ پر سیند بند او زمونږ د ګاونډی سوی فریادونه!

 

له اوږدې مودې راپدېخواه د کونړ پر سیند د افغانستان له لوری د بند جوړولو خبره تکرارېږی، یوې خواته په خواله رسنیو کې پدې اړه د عامو افغانانو خبرې خپریږی چې پدې اړه پرله پسې کمپاینونه کوی او آن په بهر کې میشتو افغانانو او ملی سوداګرو د دې بند د جوړلو لپاره یو مقدار پیسې هم را غونډې کړې او د دې بند د لګښت ورکولو ژمنې تکراروی، بل خوا د افغان حکومت رسمی چارواکو او ویاندویانو هم پدې تړاو د افغان اوسنی حکومت د ځینو چارواکو او ویاندویانو خبرې هم په رسنیو کې خپرې شوې دی چې وایی افغان حکومت د امکاناتو د پیدا کېدو په صورت کې خوا مخوا د کونړ پر سیند د بند جوړلو پلان لری. د رسنیو راپورونو له مخې  څو ورځې وړاندې د افغانستان په حکومت کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوی عبداللطیف منصور له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلی و چې “که لاس یې ډک شی او وخت یې راشی، دا کار به ضرور کوی.  د افغان حکومت نوموړی وزیر دا هم ویلی و چې په دې برخه کې له کوم هېواد څخه د اجازې اخیستلو ضرورت نه وینی.

همدارنګه د افغانستان حکومت مرکزی ویاند هم له یوه خصوصی ټلویزیون سره په مرکه کې ویلی و: “بند جوړول د پاکستان لپاره نه دی ولاړ، چې ووایو پاکستان به څه کوی، هغه زموږ خپله خاوره او خپلې اوبه دی چې خپله به یې کنټرولوو.”

همدا خبرې وې چې پاکستان او چارواکی یې سخت وارخطا کړل، تر دې حده چې د دې هېواد د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو صوبایی وزیر جان محمد اڅکزی خبرداری ورکړی چې که افغانستان حکومت په یو اړخیزه توګه د کونړ پر سیند د بند جوړولو پرېکړه وکړی، پاکستان به دا ګام له دوی سره د “دښمنۍ” په معنا وگڼی.

د رسنیزو راپورونو تر مخه اڅکزی په خپله اېکس پاڼه د یوې اوږدې لېکنې په ترڅ کې دا هم ویلی چې د افغانستان اوسنی حکومت د دغه بند جوړولو لپاره له یوې هندۍ کمپنۍ سره په خبرو بوخت دی او آن دا دعوا یې هم کړې چې د کونړ په سیند کې چې اڅکزی صاحب ورته د “چترال سیند” وایی، پاکستانۍ اوبه بهېږی چې د پاکستان له شمال لویدیځ څخه افغانستان ته ننوځی.

دا چې د افغانستان په کونړ سیند کې بهیدونکې اوبه له کوم ځای څخه سرچینه اخلی او په رښتیا دا د چترال سیند اوبه دی که نه؟ یو اوږد تخنیکی او تخصصی بحث دی چې شاید پدې ټکو کې یې څېړل ممکن نه وی. دا هم لا څرګنده نده چې د افغانستان اوسنی چارواکی به کله او له کومې کمپنۍ سره د کونړ پر سیند د بند جوړولو عملی کارونه پیلوی، خو هغه څه چې د پاکستان د دغه ایالتی وزیر په څرګندو خبرو کې نغښتی داسې څه دی چې د ډېر محدودې اندازې ملی غرور درلودونکی یو افغان یې هم نشی زغملای.

دا خبره اوس له هېچا پټه نده چې د افغانستان په اړه د پاکستان او د هغه هېواد د پوځی او د پوځ تر سیوری لاندې ملکی چارواکو نیتونه او ارادې هېڅکله هم سمې نه وې او نه اوس دی، اسلام آباد له هېڅ هغه افغان چارواکی یا سیاستوال سره د ښو اړیکو زغم نشی درلودای چې په زړه او ذهن کې یې د یوې ذرې په اندازه هم د خپل هېواد او خپل ولس مینه او درد موجود وی یا د خپل هېواد ګټې تر نورو مسایلو ورته لوړې ښکاره شی.

څه موده وړاندې چې کله د پاکستان د پوځ تر سیطرې لاندې د هغه هېواد موقت لومړی وزیر ښاغلی کاکړ په یوه ناڅاپی او انقلابی  فرمان کې د یوه میاشتې په مینځ مینځ کې په هغه هېواد کې هستوګنو بې اسنادو افغان کډوالو ته د وتلو امر وکړ دلته په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکی په خپله یوه ټلویزیونی مرکه کې څرګنده کړې وه چې پاکستانی چارواکو په وار وار له افغانستان څخه د خوش تیپې د کانال د نه جوړولو غوښتنه کړې وه او پرته لدې چې نوموړی افغان مقام پدې اړه نور وضاحت ورکړی له پاکستان څخه یې د افغان ګډوالو بې وخته او جبری ایستل لدې موضوع سره تړلی و.

خو دا ځل د بلوچستان ایالت دغه ایالتی وزیر په څرګندو ټکو او واضح الفاظو خپلې ارادې اظهار کړې او د کونړ د سیند پر اوبو یې خپل حق!!! ثابت کړی دی، دا د اندېښنې وړ خبرونه هم پداسې حال کې خپرېږی چې په پاکستان کې د افغانستان لپاره د داعش ډلې د غړیو موجودیت او د افغانستان د اوسنی حکومت پر خلاف د هغوی د تجهیز او تیارولو راپورنه هم خپاره شوی دی.

دا ټول ښکاروی چې پاکستان تل په سیمه کې د شرارت د یوه محور په توګه تل په سیمه او ګاونډ کې د شر او فساد د یوه لوی محور په توګه نه یوازې د افغانستان لپاره چې د ټولې سیمې لپاره یو لوی شر جوړونکی هېواد دی او هېڅکله نه غواړی په ګاونډ کې یې بل هېواد خوشحاله او سوکاله ژوند ولری. “پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.