د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په خپلو نیوکو کې جو بایډن په نښه کړی دی.
ګهیځ: ټرمپ د افغانستان په مسئله کې پر جوبایډن توندې نیوکې کړې دی. هغه له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلی چې د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان له امله امریکا په نړۍ کې خپل باور بایللی دی او ټول نړیوال سیاستوال امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوری.
ټرمپ وایی د بایډن مدیریت د امریکا په ټولو برخو کې ناکام او د امریکا د شرمېدو سبب شوی دی.
نوموړی وایی په امریکا کې نه د کرونا د بحران مخنیوی وشو، نه واکسین پر وخت ووېشل شول، نه اقتصادی هڅې پیاوړې وې او نه هم امریکا د تېرو کلونو لاس ته راغلی باور وساتلی شوی.
دغه راز ټرمپ وایی که دا ځل د ټاکنو میدان ته راوګرځی نو له بایډن ټاکنې ګټلی شی.
گهیځ