د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلی اشغالګرو بمبار له ۷۰ ډېر بې دفاع کسان وژلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د نړیوالو عربی رسنیو د خبر له مخې غزه کې د روغتیا وزارت مسوولینو ویلی، چې اسراییلی اشغالګرو د فلسطینی کډوالو پر “المغازی” کمپ بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې له ۷۰ ډېر بې دفاع ولسی کسان وژل شوی دی.

د ځایی چارواکو په وینا برید کې درې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ویلی، بمبارۍ کې له ګڼې – ګوڼې ډک یو استوګنیز ځای په نښه شوی، چې ښایی د قربانیانو شمېر لوړ شی؛ ځکه د دوی په خبره د برید پر مهال ډېری کورنۍ په همدې ځای کې مېشتې وې.

پر غزه د اسراییلی اشغالګرو بریدونو کې تر دا مهاله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی او ۵۴ زره نور ټپیان شوی دی.

په وژل شویو او ټپیانو کې ډېری یې ماشومان او ښځې دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.