د شمال ډبرو سکرو کانونو کې ۲۰ زره کسان په کار بوخت دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د راپورونو له مخې په بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسوولینو ویلی، چې په ټولو شمالی ولایتونو کې د ډبرو سکرو ۱۰۲۸ کانونه شتون لری، چې له ډلې یې ۳۳ دولتی کانونه یې په فنی ډول د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ له لوری استخراجیږی.

د راپور پر بنسټ، د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ رییس ویلی، چې په ورځنی ډول له دغو کانونږ تر زر ټنو پورې سکاره استخراج کیږی.

نوموړی زیاته کړې، چې د شمالی ولایتونو په ټولو کانونو کې ۲۰ زره کسان په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دی.

د بغلان د څلورګونو کانونو عمومی آمر وایی، پخوا په یو شمېر کانونو کې د کان کیندنې پرمهال د کان اوسپنیز تحکیمات نه وو او دغه راز د سکرو د وېستلو لپاره هم ماشین شتون نه درلوده؛ ځکه خو به د کان د لوېدو له امله کان کیندونکو ته مرګ – ژوبله اوښته، خو اوس د سکرو د وېستلو لپاره د ماشینونو د برابرولو سربېره د کانونو سمڅې له یو بل سره وصل شوی او د کان کیندونکو د مرګ خطر کم شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.