وردګو کې سېلاب ځپلو لپاره جوړ شوی ښارګوټی ګټې اخستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۶ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د مېدان وردګو کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ په تکانه سیمه کې د سېلاب ځپلو لپاره یو ښارګوټی تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د راپور پر بنسټ، د خېرآباد په نوم دغه ښارګوټی د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس چې ۷۵ کورونه په کې دی، په دولتی ځمکه د DRC مؤسسې په مالی ملاتړ په اساسی ډول جوړ شوی دی.

په دغه ښار ګوټی کې د هرې کورنۍ لپاره درې د اوسېدو خونې جوړې شوې او په ټولو وسایلو سمبال دی.

نږدې شپږ میاشتې وړاندې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله لسګونه کسانو ته ځانی او مالی زیانونه واوښتل او په سلګونه کورونه یې هم له امله ړنګ شوی وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.