کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لغمان ولایت مهترلام ښاروالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ریاست په عوایدو کې د تېرکال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د مهترلام ښاروالۍ ریاست د درېیمې ربعې د حساب ورکولو په غونډه کې ویلی، چې سږکال یې په ۹ میاشتو کې له ۱۷ بېلابېلو سرچینو څخه ۶۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی، د تېر کال په ۱۲ میاشتو کې یوازې ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوی وو، چې سږ کال دا رقم ۴۰ سلنه ډېروالی ښیی.
د یاد ریاست مسوولین د عوایدو د زیاتوالی لامل ښه حکومتولی او له فساد څخه د ادارې پاکوالی یادوی.
بل لور د ښاروالۍ د سکتوری برخې مسوولین وایی، په همدې موده کې یې د ښار په بېلابېلو برخو کې د بیارغونې کارونه ترسره کړی او یو شمېر نور یې تر لاسه لاندې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ