د افغانستان رییس الوزرا په خپله لومړنۍ وینا کې د اسلامی امارت پر چارواکو غږ کړی دی چې د واک په تر لاسه کولو دې شکر وباسی او د افغانانو ستونزې دې هوارې کړی.
ګهیځ: مولوی محمد حسن اخوند د شنبې په شپه (د لیندۍ ۶مه) په خپاره کړی غږیز پیغام کې ویلی، پر طالبانو دا شکر واجب دی چې واک ته رسېدلی او اوس د واک ساتل مهم دی. د ده په خبره د نوی حکومت چارواکو ته په کار ده چې د خپل ولس غږ واوری او له دوی سره مهربانه چلنډ وکړی.
مولوی حسن وویل، که دا چاره و نه کړی نو شونې ده چې واک یې بېرته له لاسه ووځی. نوموړی دغه راز ویلی چې طالبان د ولس په مرسته واک ته رسېدلی او په خبره یې که اوس ولس ته شا اړول کېږی دا د منلو نه ده.
نوموړی وویل، افغانستان کې نیستی او بېکاری له تېر حکومته په میراث پاتې ده خو زیاته یې کړه چې که چېرې ولس د دوی ملاتړ وکړی نو د ده په وینا، خدای پاک به ډېر ژر اوسنۍ ستونزې حل کړی.
رییس الوزراء د خپلو خبرو په یوه څنډه کې وویل چې پر مسلمان نر وی او که ښځه زدکړه فرض ده خو هغه “شرعی علوم دی” او “نور علومو ته که وخت پیدا شی او موقع برابره وی مشکل نه وی، هر څوک کولی شی چې تر خپل وس او طاقت پورې علم وکړی.”
همدا راز یې له نړیوالو سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار وکړ او ویې ویل، دوی له ټولې نړۍ سره د دوه اړخیز درناوی پر بنسټ اړیکې غواړی.
رییس الوزراء مولوی حسن ټینګار کوی، چې حکومتی ادارې فعالې دی، پخوانی کارکوونکی خپلو دندو ته راځی او په خبره یې هېڅوک یې د ګواښلو، ځورولو او یا سپکولو حق نه لری.
د یادولو وړ ده، چې مولوی حسن په افغانستان کې د اوسنی حکومت جوړښت تر پخوانیو هغو ډېر ټولګډونه بولی او وایی چې د هر قام او ژبې خلک پکې شته.
گهیځ