کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۹ مه نېټه):
شارجه کې د افغان او اماراتو کرکټ لوبډلې ترمنځ د روانې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې متحده عربی اماراتو ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې اماراتو ته د ۲۰۴ منډو هدف ټاکلی و، چې اماراتو یې په ځواب کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۳۱ منډې وکړې.
دغه لوبه کې رحمن اله ګربز ۱۰۰ منډې وکړې، چې دا یې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په لړ کې لومړنۍ سلیزه وه.
ټاکل شوې چې سبا د ډسمبر په ۳۱مه نېټه به دواړه لوبډلې د روانې لوبلړۍ په دوهمه لوبه کې د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ