IOM وایی د مرستې رسونې بهیر کې ور ته د چا لاسوهنه د منلو نه ده

د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM وایی په افغانستان کې په خپلو چارو کې د چا لاسوهنې نه منی.

په افغانستان کې د یادې ادارې چارواکو ویلی، چې دوی له افغانانو سره مرستو ته ژمن دی، په دې لټه کې دی چې خپلې مرستې پراخې او تر لا ډېرو اړمنو ورسوی.

IOM وایی دوی په افغانستان کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوی خو د چا فرمایشونه او لاسوهنه کولی شی دغه بهیر زیانمن کړی، نو له همدې کبله پر ټولو اړخونو غږ کوی چې د یاد سازمان کار کوونکو ته د خپلو فعالیتونو اجازه ورکړی.

که څه هم د کډوالۍ نړیوالې ادارې دا نه دی ویلی چې څوک یې په چارو کې مداخله کوی خو وایی، دوی هڅه کوی تر څو اړمنو کسانو ته خپلې مرستې ورسوی او دا یې مهمه موخه ده. یادې ادارې ویلی د مرستو د ډېرولو او پراختیا تکل لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.