ملګرو ملتونو افغانستان ته د ځانګړی استازی د ټاکلو وړاندیز کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۹ مه نېټه):

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړی استازی د معرفی کولو وړاندیز کړی دی.

د راپور پر بنسټ د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ نیویارک کې د خپلې غونډې پرمهال دا وړاندیز وکړ او ویې ویل چې په دې ډول به له افغانستان او د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د نړیوالې ټولنې اړیکې زیاتې شی.

بل لور بیا د فرانس پرېس خبری آژانس ویلی، چې د پرېکړې له مخې به دا ځانګړی استازی د جنسیتی برابری او بشری حقونو مسلې ته ډېره پاملرنه کوی.

د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترېش به اوس دا ځانګړی استازی ټاکی.

تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویل شوی چې کله به دا استازی معرفی کیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.