لوګر کې د ښوونځیو پر زده‌کوونکو درسی کیټونه وېشل کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۹ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د لوګر پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښوونکو او زده کوونکو د درسی کیټونو د انتقال لړۍ پیل کړې ده.

د راپور پر بنسټ، د لوګر د پوهنې ریاست زیاته کړې، چې د کتابونو د لېږد دا  لړۍ د پوهنې وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د هدایت پر اساس پیل شوه، چې نن او سبا به د مرکز او ټولو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته ورسول شی.

د مسوولینو په وینا د پوهنې آمریتونو ته په لېږدېدونکو توکو کې ۲۹۹ کیټه د ښوونکو درسی توکی ، ۲۷۳۵ کیټه د زده کوونکو درسی مواد ، ۶۲ کیټه د زده کوونکو سپورټی وسایل او ۲۶۲ کیټه نور د ښوونځیو تخنیکی وسایل شامل دی، چې دغه کیټونه د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې  یونېسف چمتو کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.