کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلی، چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د پاتې شویو کانټینرونو لېږد په هڅه بوخت دی.
د راپور پر بنسټ، دغه بندر کې شاوخوا درې نیم زره کانټینرونه بند شوی وو، چې اوس یې د لېږد اجازې تر اخیستلو وروسته د انتقال هڅې روانې دی.
د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی ویلی، څه کم ۵ سوه کانټینرونه لا هم په کراچۍ کې ایسار پاتې دی.
د ده په خبره له یادو کانټینرونو ډېری یې پر لار دی او یو شمېر یې افغانستان ته هم رسېدلی دی.
د مسوولینو په خبره دغو کانټینرونو کې خوراکی توکی او نور اموال شامل دی.
د الکوزی په وینا هغه نګټیف لیست چې ۴۵۰ څخه تر ۵۰۰ کانټینرونه په کې شامل دی، اوس هم په کراچۍ کې دی.
دی وایی کوښښ کوی چې له پاکستانی چارواکو سره خبرې وکړو، څو دغو کانټینرونو ته هم د لېږد اجازه ترلاسه کړی.
پاکستان د اکټوبر په درېیمه له افغانستان سره د ټرانزیټ په برخه کې په سوداګریز تړون کې بدلونونه راوستل او د افغان سوداګرو پر وارداتی توکو یې د لس سلنه تعرفې سربېره د ۲۲۰ قلمه توکو پر لېږد بندیز ولګاوه، چې له دې امله دغه کانټینرونه په کراچۍ بندر کې ایسار پاتې شول. افغان لوری په هماغه مهال پر دغې پرېکړې نیوکه کړې وه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ