کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د قوش تېپې کانال به درې میلیونه جریبه ځمکه خړوبه کړی.
د کرنې وزارت چارواکی زیاتوی، چې د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د کانال ځمکه د پانګونې د جذب لپاره چمتو کړی.
دوی زیاتوی چې د قوش تېپې کانال د لومړی فاز تر پرانیستې راوروسته په دې سیمه کې د پانګونې لپاره د خصوصی سکټور لېوالتیا زیاته شوې ده، خو د کانال له بشپړېدو نه وروسته به په دې سیمه کې د پانګونې بهیر پیل شی.
د خصوصی سکټور غړی هم وایی، چې باید په دې ستره اقتصادی پروژه کې د پانګونې لپاره ځانګړی او معیاری اصول چمتو شی.
د خصوصی سکټور غړی وایی، چې په دې پروژه کې افغان او بهرنی پانګوال د پانګونې لپاره لېوالتیا لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ