ترکمنستان سره د وارداتی برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره تمدید شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۱ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو ویلی، چې له ترکمنستان سره یې د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پېر تړون نوی او پر یو شمېر پروژو یې ورسره خبرې کړی.

د راپور پر بنسټ، د افغانستان برېښنا شرکت رییس ترکمستان ته په خپل دوه ورځنی سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزیر او د ترکمن انرگو اجرایوی رییس سره لیدنه ترسره کړې، چې په کې دواړو لورو د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا تړون لاسلیک کړی دی.

برېښنا شرکت ویلی، چې د ۲۰۲۴ کال لپاره د انرژۍ د تورید تړون د لاسلیک پر بنسټ به په څلورو مسیرونو اندخوی، آقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات لینونو کی تر ۱.۸ میلیارده کیلو واټه فی ساعت انرژی تورید کړی.

همداراز د شبرغان څخه تر ارغندۍ پورې د ۵ سوه کیلو ولټ برېښنا لېږد مزی چارو د بشپړېدو چې تېره اونۍ یې د چارو بیا پیل افتتاح وشوه او په دغه لېن کې د ترکمنستان هېواد څخه د زیاتې برېښنا د پېر ډاډ هم ترکمن انرګو ته ورکړل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.