-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی کابل ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژی وزارت مسوولینو ویلی، چې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه به بېلابېلو سیمو کې جذبی څاه ګانې وکیندل شی.
د راپور پر بنسټ، د اوبو او انرژۍ وزارت زیاته کړې، چې دغه څاه ګانې به د منځنی کابل سیندیزې فرعی حوزې او د کابل سیندیزې عمومی حوزې په مرسته وکیندل شی.
د دغه وزارت مسوولینو همدا راز زیاته کړې، چې په همدې موخه د نوموړو حوزو تخنیکی ټیمونو د پغمان ولسوالۍ له یو شمېر سیمو لیدنه کړې او ۱۵۰ سیمې یې تثبیت کړې دی.
په دې وروستیو کې د ځمکې لاندې د اوبوې سطحې په ټیټېدو سره په کابل او ځینو ولایتونو کې خلک د څښاک پاکو اوبو د کمښت له جدی ستونزې سره مخ شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ