-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی کابل ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوست شمل خرم سیندیزې حوزې مسوولینو ویلی، چې په دې وروستیو کې یې د اوبو او برېښنا وزارت په همکارۍ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر ځینو وړو بندونو کار پیل کړی، چې هدف یې د سیمې ځمکو ته د کافی اوبو رسول او تر ځمکې لاندې اوبو سطحې راپورته کول دی.
د راپور پر بنسټ له دغو بندونو څخه یو یې چې ۲۶ متره اوږدوالی او اووه متره لوړوالی لری، د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مقبلو سیمه کې پیل شوی دی.
د مسوولینو په وینا، له دې بند جوړېدو وروسته به د ۱۰ زره متره مکعبه اوبو په ذخیره کولو سره د سیمې شاوخوا دوه نیم سوه جریبه ځمکه خړوبه شی.
د سیمې اوسیدونکی که څه هم د دغو پروژو له پیله خوښ دی، خو غوښتنه کوی چې د کرنې او اوبو برخو کې دې پاملرنه زیاته شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ