افغان حکومت وایی نړیوال دې خپل اقتصادی فشارونه ژر تر ژره ختم کړی.
ګهځ: نن د یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د اسلامی امارت لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره وړاندیز شوی دایمی استازی او د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې اروپایی رسنۍ سره په تازه څرګندونو کې د بندیزونو د دوام په تړاو نړیوالو ته خبرداری ورکړی دی.
شاهین ویلی که په دې نازکو شرایطو کې د نړۍ اقتصادی فشارونه دوام وکړی کولی شی په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل وګرځی.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې اوسنی ناوړه اقتصادی وضعیت د نړیوالو د فشارونو له امله رامنځ ته شوی چې، دا مسئله به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شی او خلک به د اقتصادی ستونزو له امله د دوی لیکو ته ور مات شی.
شاهین پر نړیوالو غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپل اقتصادی فشارونه ختم کړی او اجازه دې ورکړی چې افغانان خپل عادی ژوند ته ادامه ورکړی.
د شاهین په وینا، تر څو دا کار له نړیوالو سره د ښو اړیکو رامنځته کېدو ته لار هواره کړی.
گهیځ