ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی کابل ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت ویلی، چې د تورخم – جلال آباد لار کې تر داغ ګیرۍ او رغونې وروسته به دا لویه لار په ټولو ترافیکی نښو سمبال شی.
بل لور د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس هم ویلی، چې د تورخم – جلال آباد لویې لارې لومړی سړک د داغ ګیرۍ چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوی او پاتې لس سلنه چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې شی.
د نوموړی په خبره د یادې لارې د دوهم لېن ۷۵ سلنه چارې چې د پاکستانی قرارداد کوونکی شرکت لخوا تېر کې شوی، تر اوسه په ټپه ولاړې دی.
د تولګټو چارو رییس زیاتوی، چې په دې اړه له مسوولینو سره غږېدلی، څو د قراردادی لخوا د چارو نه پیل په صورت کې دوی خپله د دوهم لېن سړک پاتې چارې تکمیل کړی.
د تورخم – جلال آباد پر لویه لار موټر چلوونکی هم د تخریب شویو لارو پر رغون خوښ دی، خو له مسوولینو غواړی چې د دغو چارو تر بشپړېدو وروسته دې سم دستی ترافیکی نښې هم ولګوی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ