یو پانګوال د کابل نوی ښار کې پر ۴۵جریبه ځمکې ستر روغتیایی کمپلېکس جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۲ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت ویلی، چې د غلام صدیق وحیدیار په نوم یو پانګوال د وزارت په اډانه کې د پانګونې او پراختیا په اړه له مسوولینو سره خبرې کړې دی.

د راپور پر بنسټ نوموړی غوښتنه کړې، چې د کابل نوی ښار کې د یو ستر روغتیایی کمپلیکس لپاره ورته ۴۵جریبه ځمکه په واک کې ورکړل شی.

د ده په وینا په دې جوړېدونکی روغتیایی کمپلېکس کې به خدماتی، روزنیزه او هستوګنیزې ساحې شاملې وی، چې ګڼ شمېر خلکو ته به د کار او خدمت کولو زمینه هم برابره شی.

د کور او ښار جوړولو وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې مسوولینو له یاد پانګواله مننه کړې او ورته د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

د وزیر په خبره، چې د یو پروپوزل چمتو کېدو او عامې روغتیا وزارت سره تر شریکېدو او رضایت وروسته به یې د عملی چارو پیلولو په موخه اقدامات هم ترسره شی.

په دې وروستیو کې د کابل په نوی ښار کې د پانګونې لېوالتیا زیاته شوې او یو شمېر پانګوالو د دې ښار کې په بېلابېلو برخو باندې د پانګونې خبر ورکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.