کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او متحده عربی اماراتو کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ به نن ماښام شپږ نیمې بجې د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره شی.
د خبر پر بنسټ، د دواړو لوبډلو ترمنځ تر دې وړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې افغانستان د ۲۰۳ منډو لوی هدف ټاکلی و او د اماراتو لوبډلې یې په ۱۳۱ منډو وسوځوله، خو په دوهمه لوبه کې بیا افغانستان د ۱۶۷ منډو هدف ترلاسه نشو کړای او ټول لوبغاړی یې په ۱۵۵ منډو وسوځېدل. دا چې دا لوبلړۍ یو پر یو مساوی ده، نو نن ماښام د دواړو لوبډلو لپاره مهمه لوبه ده، ځکه چې ګټونکې لوبډله یې د لوبلړۍ ګټونکې اعلانیږی.
د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله به له متحده عرب اماراتو سره تر دغو لوبو وروسته د هند په لوری حرکت وکړی او هلته به له کوربه هندوستان سره دری شل اوریزې سیالۍ ترسره کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ