د پاکستان سرپرست حکومت ټاکنیز بهیر کې په لاسوهنې تورن شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۲ مه نېټه):

د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د بشری حقونو کمېسیون د ټاکنو په بهیر کې د حکومت پر ښکاره لاسوهنې نیوکه کړې ده.

د خبر پر بنسټ، د پاکستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون ویلی، داسې نه ښکاری چې راتلونکې میاشت کې د پاکستان پارلمانی ټاکنې آزادې، عادلانه یا د اعتبار وړ وی.

دې کمېسیون زیاته کړې، چې دوی د بشری حقونو د ټولیز خرابوالی په اړه ژوره اندېښنه لری او دا مسله د نوی کال په پیل کې عاجلې پاملرنې ته اړتیا لری.

د پاکستان د بشری حقونو کمېسیون دا هم ویلی، چې تری – تم کول، د استعفاء لپاره د ګوند پر مشرانو د فشار څرګندې نښې، یا د سیاست بشپړ پرېښودو ته د هغوی اړ ایستل او په دې وروستیو کې د نوماندانو د نوم لیکنې د اسنادو ردول په ټاکنو کې د لاسوهنې له نښو څخه دی.

د پاکستان سرپرست حکومت لا تر اوسه د دغو ادعاوو په غبرګون کې څه نه دی ویلی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.