د ملګرو ملتونو پرمختیایی ادارې هرات زلزله ځپلو لپاره د ۲۵ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۳ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو پرمختیایی ادارې د هرات زلزله ځپلو کورنیو د ژوند د چارو د بېرته پیلولو د پروګرامونو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۲۵ میلیونو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې.

د راپور پر بنسټ دغې ادارې ویلی، چې دا پیسې به تر ډېره د سرپناو جوړولو په چارو ولګول شی.

د یادې ادارې په راپور کې د دې بودیجې د ترلاسه کولو څخه موخه د موقتی او دایمی سرپناو جوړول، د اساسی زېربناو بیارغونه، د تجدید وړ انرژی، د اوبو سیستم بیارغونه، د کاری فرصتونو رامنځته کول او خلکو ته د بدلیل معیشت د امکاناتو برابرول ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو پرمختیایی ادارې زیاته کړې، چې په دغو زلزلو کې ۲.۲ میلیونو کسانو زیان لیدلی دی.

هېره دې نه وی چې یادې زلزلې له ۱۴ سوو زیات کسان مړه او ۱۱ زره نور یې ژوبل کړل.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.