افغان چارواکو ویلی، چې ایران ته له افغانستان څخه صادرات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوی دی.
ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د سوداګرۍ او پانګوونې خونه وایی چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې ایران ته د افغان توکو د صادراتو کچه ۱۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېروالی ښیی.
د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند ویلی چې له تېرو درې لسیزو ډېر وخت کېږی چې ایران ته د افغانستان صادارت کېږی خو بیا هم ایران د افغان توکو لپاره ښه بازار نه لری.
د نوموړی په خبره هلته پرې لوړې تعرفې لګول کېږی او دوی غواړی چې ایران هم د نورو هېوادونو په څېر پر افغان توکو خپلې تعرفې کمې کړی څو په یاد هېواد کې د افغان توکو بازار ګرم شی.
ورته مهال د هرات سوداګرۍ او پانګوونې خونې چارواکی وایی چې ایران ته د وچې مېوې، کرنیزو توکو او د ډبرو سکرو صادرات د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېر شوی دی.
گهیځ