کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال کندهار کې ویلی، چې دمګړۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۵ سوه لویو او وړو پروژو چارې روانې دی.
نوموړی دغه څرګندونې دغه ولایت کې د یو جومات په پرامیست غونډه کې کړی دی.
دغه جومات د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لویه لار د درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت د مسافرو لپاره جوړ شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال ویلی، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې د خلکو د هوساینې په موخه سلګونه پروژې پلې شوی او لا هم د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د رغنیزو پروژو چارې دوام لری.
نوموړی زیاتوی، چې د قوشتېپې کانال او د بدخشان له لارې له چین سره د افغانستان نښلول به د هېواد اقتصادی څرخ نور هم پیاوړی کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ