کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې پر ۲۸ سوه بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرو د وېش خبر ورکړی دی.
د راپور پر بنسټ د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د مرکز ښرنې په ګډون په ۸ ولسوالیو کې د NAC موسسې له لوری پر ۲۸ سوه بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخمونه وېشل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرې وېشل شوې وې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ