ککابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت خبر ورکړی، چې د کندوز ولایت د واټ ترانسپورټ تنظیم ریاست له لوری د شېرخان بندر په باروړونکی ترمینل کې د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، په دغو پروژو کې د یوه جومات، د پاکو اوبو رسولو سیسټم او د ترمینل احاطوی دېوال جوړول شامل دی.
مسوولین وایی، پر یادو پروژو ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځی، چې د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت له لوری ورکول کیږی.
تردې وړاندې د شېرخان بندر په باروړونکی ترمینل کې موټر چلوونکو د اسانتیاوو د نشتون څخه په بار بار شکایتونه کړی وو، چې اوس به د یادو پروژو په بشپړېدو سره موټر چلوونکو ته آسانتیاوې برابرې شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ