د ایران په کرمان کې د چاودنو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له سلو پورته شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو د خپلو ځایی چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د ایران په کرمان کې د شویو دوو چاودنو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۵ تنو ته رسېدلی دی.

د خبر پر بنسټ، چاودنې د قاسم سلیمانی د تلین په مراسمو کې شوی دی.

ځایی سرچینو ویلی، چې پېښه کې نږدې ۲ سوه ۱۱ ژوبل شوی هم دی.

دا چاودنه د ګلزار شهدای کرمان پر لاره صاحب الزمان جومات ته څېرمه شوې ده.

د ایران دولتی هیئت د دغو چاودنو د مرګ – ژوبلې په وجه عمومی ویر اعلان کړی دی.

د مسوولینو په وینا د ډېری ټپیانو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ دی، چې ښایی د وژل شویو په شمېر کې د پام وړ ډېرښت راشی.

تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی، خو ایرانی چارواکو دغه برید ترهګریز بللی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.