کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېتې د افغانستان څانګې د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې افغانستان دا مهال له سختو بشری ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
د راپور پر بنسټ، د سره صلیب نړیوالې کمېتې د استازولۍ مشره کاترینا ریځ ویلی، په پیل شوی ۲۰۲۴م کال کې به د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې له خپلو شریکانو سره یوځای د بې وزلو کسانو لاسنیوی ته دوام ورکړی.
ملګرو ملتونو ویلی دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړی بشری مرستو ته اړتیا لری او د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به هم ۱۵ میلیونه ۷ لکه افغانان کافی خواړه ونه لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ