کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو او درملو ملی ادارې ویلی، چې تېر زېږدیز کال کې هېواد ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت درمل وارد شوی، چې په دې کې د کابو ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یې له قاچاقی لارو هېواد ته راغلی دی.
د دغې ادارې ویاند ویلی، د پخوا په پرتله په قاچاقی ډول هېواد ته د واریدونکو درملو کچه کمه شوې ده.
د خوړو او درملو ملی ادارې زیاته کړې، چې د خوړو او درملو د کېفیت په تړاو یې په کور دننه هم څار زیات کړی دی.
دغې ادارې مخکې ویلی وو، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته یې د ادارې فعالیتونه ټولو ولایتونو او سیمو ته پراخ کړی او ډېر کسان یې پر دندو هم ګمارلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ