کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو ویلی، چې د افغانستان په تړاو د یو بلې سترې غونډې د جوړولو تابیا نیسی.
د خبر پر بنسټ، د دې غونډې موخه د افغانستان په تړاو د نړیوالې اجماع پیاوړتیا ده.
د خبر پر اساس د دغه سازمان د ویاند مرستیالې سټفانی ټرمبلی ویلی، دې غونډه کې به د افغانستان په تړاو د ګڼو هېوادونو ځانګړی استازی د هغې خپلواکې ارزونې په اړه بحث وکړی، چې د افغانستان پر وضعیت یې کړی دی.
نوموړې همداراز زیاته کړې، چې د ځانګړی همغږی کوونکی، فریدون سینیرلی اوغلو کار د روان زېږیز کال تر فبرورۍ میاشتې پورې غځول شوی، چې د ځانګړې استازو غونډه ترتیب کړی.
هغې همدا راز ویلی، روزا اوتنبایوا به هم په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه خپل کار ته دوام ورکړی.
د افغانستان سرپرست حکومت هم د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې د خپل استازی پر حضور ټینګار کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ