کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بغلان غوری سمنټو مسوولین وایی، چې د بغلان، کندوز او تخار ولایتونو د اړتیا ۷۰ سلنه او د ټول هېواد ۶ سلنه سمنټ تولیدوی.
د دوی په وینا هڅه کوی چې د خپلو تولیداتو کچه نوره هم لوړه کړی.
د بغلان غوری سمنټو کارخونې مالی او اداری مرستیال عبدالوکیل قیومی وایی، د دې کارخونې د سمنټ د پلور قرارداد له یوه خصوصی شرکت سره شوی او په ورځنی ډول له ۱۰ زره تر ۲۰ زره بوجیو پورې سمنټ یې په بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې پلورل کیږی.
د غوری سمنټو کارخونې کارکوونکی بیا وایی، چې په دې وروستیو کې یې تولیداتو ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې ورسره د تولید کچه لوړه شوې، د فابریکو بیارغونې ته لومړیتوب ورکول شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ