کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس ویلی، چې د تېر کال په پرتله دې ولایت کې د پانګونې کچه له ۲۵ څخه تر ۳۰ سلنې پورې لوړه شوې ده.
د ننګرهار سوداګرۍ خونه بیا ډاډمن امنیت، د چارو شفافیت او د سوداګرۍ په برخه کې ښه مدریت د پانګونې د ډېرښت اصلی لاملونه ګڼی.
پانکوال هم دغه ولایت کې پر پانګونې خوښ دی.
دوی له نورو هغو پانکوالو هم چې له هېواده بهر دی، غوښتنه کوی څو خپلې پانګې هېواد کې دننه په کار واچوی.
ننګرهار کې په داسې مهال د پانګونې د ډېر خبر ورکول کیږی، چې څو ورځې وړاند د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزی دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال هم سوداګرو او صنعت کارانو ته د لا پرمختګ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د دوی هرې ستونزې ته به په وخت سره رسېدنه کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ