د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې مسوولینو ویلی، چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورو او بارانونو د اورښت اټکل شته.

د هوا پېژندنې ادارې مسوولینو زیاته کړې، چې نن او سبا ورځ په هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، دایکنډی، غور، هلمند، کندهار، ارزوګان، زابل، غزنی او پکتیکا ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل شوی دی.

د سرچینې په خبره، بېلابېلو سیمو کې د اورښت کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملی مترو پورې اټکل شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.