ګڼو اسیایی هېوادونو له افغانستان سره پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی دی.
ګهیځ: د خپرو شوو راپورونو له مخې د اسیایی هېوادونو ولسمشرانو په ترکمنستان کې په یوه ګډه ناسته کې پر دې ټینګار کړی چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوی.
یادو هېوادونو پر نړیوالو غږ کړی چې، د افغانستان اوسنی وضعیت ته په کتو باید له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړی.
په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان او ترکیې ولسمشرانو ګډون کړی و. د ایران ولسمشر ویلی چې افغانان له سخت وضعیت سره مخ دی او دوی تر خپلې وسې له دغه هېواد سره مرسته کړې ده.
ترکیه بیا وایی چې له افغانستان څخه د کډوالو ور روانې څپې اندېښمن کړی دی او تمه لری چې نړیوال له افغانستان سره مرسته وکړی، څو وکولی شی د کډوالۍ روانه څپه ودروی.
گهیځ