کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سویس د بهرنیو چارو وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې دوی روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې خپل دایمی بشری ماموریت پیلوی.
د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې د دغه ماموریت موخه داده، څو عامو اړمنو افغانانو ته بشری مرستې ورسول شی.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې قونسلی چارې به له اسلام اباده مخ پر وړاندې بیایی.
سویس په داسې حال کې د بشری مرستو په موخه په کابل کې د یوه ماموریت د پرانیستلو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د راپورونو په اساس روان ۲۰۲۴ کال څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان بشری مرستو ته اړتیا لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ