نړیواله ټولنه په ښکاره ډول په افغانستان کې بشری حقونه تر پښو لاندې کوی.
ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ مه) د اروپایی پارلمان یوه غړی مایک والاس په یوه ټوېټ پیغام کې په افغانستان کې روان وضعیت بوږنوونکی بللی او په خبره یې دا هر څه د نړیوالې ټولنې د ناغېړۍ له امله رامنځ ته شوی دی.
هغه ویلی چې امریکا او ملګرو یې د افغانستان شاوخوا میلیاردونه ډالر شتمنی کنګل کړې او دغه هېواد یې له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ کړی دی، خو په رسنیو کې د بشری حقونو د پالنې نارې وهی.
مایک لاس زیاتوی، اروپایی ټولنه، امریکا او ملګری یې په نړۍ کې د بشری حقونو د خوندیتوب خبره کوی، خو د شتمنیو په کنګل کولو سره یې د افغانانو ژوند سخت کړی او بشری حقونه یې نقض کړی دی.
مایک وایی اروپا او امریکا د بشری حقونو نارې وهی خو همدا حقونه یې بیا پخپله تر پښو لاندې کړی دی.
هغه تمه ښوودلې چې امریکا ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمنی ازاده کړی او له دغه هېواد سره د بشری مرستو په برخه کې همکاری وکړی.
گهیځ