له قوش‌ تېپې کانال ځمکو څخه د ګټې اخیستنې په اړه غونډه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۰ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ د قوش‌تېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د څرنګوالی په اړه غونډه شوې ده.

د راپور پر بنسټ، په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدر اعظم عثمانی د قوش ‌تېپې کانال له ځمکې څخه د موثرې او ښې ګټې اخیستنې په موخه د کاری پلان د جوړولو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت د رهبرۍ هدایت څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه، چې د دې طرحې د لا بډاینې لپاره دې د بېلابېلو سکتورونو کارپوهان خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړی.

 هغه د قوش‌تېپې کانال څخه ښه ګټه اخیستنه د افغانانو د ژوند او اقتصاد په بدلون کې اغېزمنه وبلله او د افغانستان د خلکو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو د راوستلو لپاره یې د هر اړخیز او اغېزمنې طرحې په جوړولو ټینګار وکړ.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.