اروپایی چارواکی وایی، د اسلامی امارت چارواکو ترې په قطر کې د خبرو پر مهال د افغانستان د هوایی ډګرونو د فعالیت د دوام لپاره د ګډ کار کولو غوښتنه وکړه.
ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۸مه) اروپایی ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلی، پرون او وړمه ورځ په دوحه کې د اروپایی ټولنې چارواکو په افغانستان کې د بشری وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده.
د اروپایی ټولنې د بهرنیو چارو د خدماتو ادارې (EEAS) په یوه اعلامیه کې وویل، له طالبانو سره خبرې په دې معنی نه دی، چې ګوندې د دوی د لنډمهالی حکومت په رسمیت وپېژندل شی، بلکې دا خبرې د اروپایی ټولنې او افغانانو د ګټو په خاطر د اروپایی ټولنې د عملیاتی چلند یوه برخه ده.
د افغانستان اسلامی امارت او اروپایی ټولنې د خبرو لپاره خپل لوړ پوړی چارواکی دوحې ته لېږلی او دا خبرې داسې مهال وشوې چې ټاکل شوې د امریکایی لوری او افغان پلاوی ترمنځ خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې نن (دوشنبه) پیل شی.
د اسلامی امارت د پلاوی مشری د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی کوی.
گهیځ