کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر تېره ورځ کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپی پروژې له اجرایوی رییس مراد امانوف سره کتلی دی.
د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د ټاپی پروژې د ارزښت، د ځمکو د استملاک، کابل ته د ترکمنستان تخنیکی ټیم د راتک او هرات کې د عملی چارو پیل لپاره د زمینه سازۍ په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دی.
په کابل کې د ترکمنستان سفیر ویلی، د ټاپی پروژې د تطبیق لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او دوی د دې پروژې ژر پیل ته ژمن دی.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، یاده پروژه نه یواځې د افغانستان، بلکې د ټولو دخیلو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ویلی یې دی، چې ټول افغانان د دې سترې اقتصادی پروژې تر شا ولاړ دی او د افغانستان سرپرست حکومت هم په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ