کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د مېدان وردګو ولایت په نرخ، چک، جلریز، جغتو، او سیدآباد ولسوالیو کې د پنځو چکډېمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د خبر پر بنسټ، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلی، حکومت د پراختیایی پروژو په برخه کې له ولس سره کړو وعدو ته ژمن دی، چې په اساس یې دغه چکډېمونه چې کابو دوه میاشتې مخکې یې د جوړیدو چارې پیل شوې وې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
خبر زیاتوی، چې دغه چکډېمونه د اوبو او انرژۍ وزرات له بودیجې څخه د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. د مسوولینو په خبره راتلونکی کال کې به د مېدان وردګو ولایت په دریو نورو ولسوالیو کې هم ورته چکډیمونه جوړ شی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ