د افغان حکومت امیر له مولانا فضل الرحمن سره لیدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۱ مه نېټه):

بی بی سی پښتو ویب پاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر خپور کړی، چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ افغانستان ته د پاکستانی علماوو راغلی پلاوی په  کندهار کې د افغان حکومت له امیر سره لیدنه ترسره کړې ده.

یادې رسنۍ ته کندهار کې یوې سرچینې او یو ځایی چارواکی دغه خبر تایید کړی دی.

د دغې لیدنې په اړه نور جزیات تر اوسه رسنیو ته نه دی په ډاګه شوی او نه هم افغان حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمی ډول څه ویلی دی.

یاد پاکستانی پلاوی د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ څو ورځې  وړاندې    افغانستان ته راغلی دی. د افغانستان حکومت رسمی ویاند ذبیح الله مجاهد نه دغه لیدنه تایید کړې او نه یې هم رد کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.