ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۸مه) د افغانستان د اسلامی امارت مرستیال ویاند انعام الله سمګانی، د جمهوریت په نښان د پاسپورټونو د وېش لړۍ بندېدو په تړاو خپاره شوی راپورونه رد کړل.
له دې وړاندې شمشاد ټلویزیون پر خپله ټویټرپاڼه د پاسپورټ د مرستیال ریسس په حواله لیکلی وو، چې سر له سبا به د اسلامی امارت پر لوګو د جوړو شو پاسپورټونو لړۍ له کابله پیلېږی.
خبر کې راغلی وو، چې نن د جمهوریت پاسپورټونو د وېش اخری ورځ ده.
خو سمګانی دغه خبرونه په کلکه رد کړی دی هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی: «هغه راپورونه چې، ګوندې د تېر نظام (د جمهوریت پر لوګو) د جوړو شوو پاسپورټونو د وېش لړۍ درېږی، بې بنسټه دی».
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان نوی حکومت تر اوسه هیڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. باورونه دا دی، چې د جمهوریت پر ځای د اسلامی امارت په لوګو چاپ شوی پاسپورټونه په نړۍ کې د باور وړ نه دی.
گهیځ