کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست مرکز په ګډون ځینې ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایی مرکزونه چې ودانۍ یې هم جوړې شوی، لا هم غیر فعال دی.
د خبر پر بنسټ، د دغه ولایت اوسېدونکی وایی، د یادو مرکزونو د غیر فعال پاتې کېدو له امله د خپلو ناروغانو د درملنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
د خوست عامې روغتیا ریاست بیا د دغو مرکزونو د نه فعالېدو لامل د تشکیل کمېښت بولی، خو ډاډ ورکوی چې ډېر ژر به فعال شی.
تر دې وړاندې د خوست اوسېدونکو په دغه ولایت کې د کم کېفیته درملو له پلوره هم اندېښنه څرګنده کړې وه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ