کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د ویلچر باسکیټبال لوبډلې د آسیایی او اوقیانوسی سیالو په لړ کې پرون خپلې سیالې نیوزیلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د راپور پر بنسټ، د ویلچر باسکېټبال آسیایی او اوقیانوسی سیالۍ پرون د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې پیل شوې او ټاکل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړی.
راپور زیاتوی، چې په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملی لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې پرون یې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ هېواد ته د ۷۷- ۳۷ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې افغانستان په (B) ګروپ کې دی، چې له نیوزیلنډ، سعودی عربستان، فلیپین او متحده عربی اماراتو سره لوبیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ