معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او پاکستاني لوري د پولیو ویروس لمنځه وړلو اړوند خبرې کړي

افغان او پاکستاني لوري د پولیو ویروس لمنځه وړلو اړوند خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پاکستان د عامې روغتیا له وزیر سره کتنه ترسره کړې ده.

د خبر پر بنسټ، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ د لمنځه وړلو په برخه کې د همکارۍ او په دې برخه کې د یوې واحدې حل لارې په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا دې کتنه کې دواړو لورو د افغان ناروغانو لپاره د ویزو د ستونزو د حل، په پاکستان کې د افغان ډاکټرانو لپاره د تخصص پروګرام او په افغان روغتونونو کې د درملو او طبي وسایلو د برابرولو په اړه هم خبرې کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس