کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو ویلی، چې د نورستان ولایت په ۹ ولسوالیو کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت سربندونه او کانالونه جوړیږی.
د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې له دې ډلې یې په دریو ولسوالیو کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر له لوری د یوه کانال او دوو ذخیروی حوضونو چارې په عملی ډول پیل شوې.
د وزارت په خبره، چې دې پروژو سره به د سیمې سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شی او اړوندو برخو کې به د دې ولسوالیو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ