د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ؛ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په تړاو یې نړیوال بانک نن پرېکړه کوی

نړیوال بانک نن پرېکړه کوی، چې له دوی سره پراته د افغانستان  ۵۰۰ میلیونه ډالر ازاد کړی او که نه؟

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) رویټرز راپور ورکړی، چې نړیوال بانک له امریکا سره تر سلا مشورو وروسته نن پر دې بحث کوی چې د افغانستان یوه برخه شتمنی د بشری  مرستو او همکاریو لپاره ازاده کړی او که نه.

سرچینه وایی نړیوال بانک پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د انسانی غمیزې د مخنیوی په موخه د دغه هېواد د کنګل شوو پیسو یوه برخه، د بیا رغونې له صندوق بشری ادارو ته ولېږدوی او له هغه وروسته به پر بشردوستانه مرستو لګول کېږی.

د نړیوال بانک چارواکو ویلی، سره له دې چې په دې تړاو یې له امریکا سره مشورې کړې دی خو لا هم دا بهیر پېچلی دی.

دغه راز نړیوال بانک څرګنده کړې، که د دوی پرېکړه وروستۍ شی نو د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې کنګل شوې شتمنی به ازاده کړل شی خو زیاتوی چې ازاده شوې شتمنی به د بیا رغونې پر ځای پر بشری مرستو لګول کېږی.

وروسته له هغه چې طالبانو پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه، امریکا پرېکړه وکړه چې د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمنی کنګل کړی، له دې شتمنۍ ډېره برخه یې په نړیوال بانک کې پرته ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.