کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه چینایی شرکت له مسوولینو سره لیدنه ترسره کړې ده.
د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د یاد شرکت مسوولینو په افغانستان کې د وچې مېوې د پروسېس په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې ویلی، اوس په افغانستان کې له هر اړخه د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او ویلی یې دی، چې دوی له ټولو بهرنیو پانګوالو، چې په افغانستان کې پانګونه کوی، هر کلی کوی.
دې وروستیو کې د سرتاسری امنیت له امله هېواد کې د بهرنیو پانګوالو د پانګونې لېوالتیا زیاته شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ