ننګرهار کې پر ۵ سوه جریبه ځمکه کرنیز کمپلېکس جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعی سرچینو مرستیال ننګرهار ته سفر کې د کرنې له ځایی مسوولینو سره د کتنې پر مهال ویلی، چې په دې ولایت کې د ختیځ زون په کچه ۵ سوه جریبه ځمکه کې د کرنې او مالدارۍ کمپلېکس جوړوی.

د خبر پر بنسټ په دې کمپلېکس کې به د کرنې، بڼوالۍ، غله جاتو، خاورې پېژندنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او څارویو روغتیا برخو کې خدمات وړاندې کیږی.

مسوولینو زیاته کړې، چې له دې کمپلېکس څخه موخه بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره مرسته او د خصوصی کرنیز سکتور پیاوړی کول دی.

د کرنې وزارت ویلی، په پلان کې ده څو په دې ولایت کې ډېر ژر د ۲۲ چک ډیمونو د جوړولو چارې هم پیل شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.